د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان( ایف اې او) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د دغه سازمان د غنمو له پروګرام څخه ۲.۲ میلیونه بزګرې کورنې برخمنې شوې دي. یاد سازمان زیاته کړې، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې دغه پروګرام په ټول هېواد کې ۱۶.۱ میلیونه کسان تر پوښښ لاندې راوستي دي. د یاد بنسټ په خبره، دا پروګرام کروندګرو ته د اصلاح شویو تخمونو د ورکړې له لارې ډاډ ورکوي چې راتلونکي حاصلات به یې قوي او ښه وي. دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د خلکو کرنیزې ځمکې له منځه تللې دي.
































