د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل عالي کمېسیون مسوولینو خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۳۶۰۰ افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه کمېسیون پرون په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاد کسان پرون د هرات – اسلامقلعه، نیمروز د ورښم پل او د کندهار د سپینبولدک د سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته راغلي دي. د بېرته راستنېدونکو د ستونزو حل کمیسیون مسوولینو دغه راز ویلي چې یوشمېر راستنو شویو کسانو ته مالي مرستې هم ورکړل شوې دي.
































