د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان وضعیت یې څارلی او د دې جګړې حل ورته اسان کار دی. ټرمپ ویلي، چې تر اوسه یې په نړۍ کې اته جګړې پای ته رسولې او د میلیونونو انسانانو ژوند یې ژغورلی دی. نوموړي زیاته کړې، له ده وړاندې د امریکا هېڅ ولسمشر جګړه نه ده ختمه کړې، بلکې جګړې یې پیل کړې دي. د ټرمپ په وینا، د پاکستان لومړي وزیر له ده مننه کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې مخه یې نیولې او د ډېرو خلکو ژوند یې ژغورلی دی.
































