امریکا وایي د ایران او روسیې پر وړاندې به د واشنګټن فشارونه ادامه ولري. د امریکا د ملي امنیت سلاکار په تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا په ټاکنو کې د ایران او روسیې پر مداخلې سترګې نه شي پټېدلی. هغه ویلي پر دواړو هېوادونو یې سخت فشار راوستی دی او بندیزونه تر وروستي حده رسېدلي دي خو بیا هم هڅه کوي روسیه او ایران ته سزا ورکړي. دده په باور دواړه هېوادونه د ټرمپ د ناکامولو په لټه کې دي. روسیې او ایران بیا دا تورونه رد کړي او په خبره یې امریکا بې ځایه او بې بنسټه ادعا کوي او په دې توګه غواړي ټرمپ نړیوالو او امریکایانو ته مهم معرفي کړي.
































