امریکا وایي طالبان دمګړی په افغانستان کې د دوحې له هوکړې سره سم دداعش پر وړاندې په مبارزه بوخت دي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین په تازه خبري کنفرانس کې ویلي، په غزني کې د القاعده شبکې د مهم کس وژل کېدو وښوده چې امریکا لا هم د ترهګرو ضد مبارزه کوي. دده په خبره نه یوازې د القاعده شبکې بلکې دداعش پر وړاندې هم د امریکا د ځانګړو ځواکونو، استخباراتي ادارو او وسله والو طالبانو عملیات او مبارزه روان دي. دده په خبره ددوحې د هوکړې مطابق طالبان همدا اوس دداعش په ختمولو بوخت دي او ددغه ډلې پر ضد مبارزه کوي. نوموړي ویلي چې داعش ډله د ټولې سیمې لپاره خطرناکه ده او د دې ډلې په ختمولو کې د طالبانو هڅې دا ښيي چې ددوحې هوکړه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره ګټوره وه. هغه له طالبانو د امریکا د ملاتړ په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې امریکایي رسنیو ویلي وو چې طالبان له ځمکې دداعش پر وړاندې عملیات کوي او امریکايي ځواکونه یې له هوا ملاتړ کوي او د طالبانو په ګټه هوایي بریدونه کوي. هغه ادعا چې طالبانو رد کړې ده.
































