دې هېل نشریې په یوه اوږده مقاله کې د افغانستان اوسني وضعیت او د امریکا تګلاې ته اشاره کړې ده. سرچینه کاږي چې د افغانستان په اړه د امریکا تګلارې تل ثابتې او ګټورې نه وې، بلکې لنډمهالې او بدلېدونکې وې چې له همدې امله په دغه هېواد کې جګړې اوږدې شوې. دې هېل نشریه د سولې په اړه هم د امریکا اوسنۍ تګلاره ناکامه بولي او په خبره یې امریکا باید پر طالبانو باور و نه کړي. سرچینه کاږې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره خو منطقي لار دا ده چې په دغه هېواد کې یو پیاوړی مرکزي حکومت جوړ شي، د فساد د له منځه وړلو لپاره فشارونه ورباندې راشي، له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پراخې همکارۍ او مرستې وشي، بشري حقونه خوندي شي، نړیوال له دې حکومت سره ښې اړیکې ولري او په ټوله مانا یې ملاتړ وشي. په مطلب کې وړاندې راځي د امریکا له لوري د طالبانو د بېرته راګرځولو تګلاره سر له اوسه ناکامه ده، ځکه یادې ډلې ثابته کړه چې پر جګړو باور لري او له خپلې مفکورې نه تېرېږي. دې هېل زیاتوي چې امریکا دې پر خپله تګلاره بیا کتنه وکړي او افغانستان دې د یوې بلې جګړې پر ډګر نه بدلوي.
































