د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه هسې مسخره او بې مانا وه. ټرمپ د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي جو بایډن د اوباما د حکومت پر مهال ډېرې تېروتنې کړې دي او په افغانستان کې یې د امریکایانو وینې او پیسې بېځایه لګولې دي. دده په خبره په افغانستان او عراق کې د امریکا تېره ۱۹ کلنه جګړه کاملا بې مانا او مسخره وه چې د امریکا لپاره یې هېڅ ګټه نه ده کړې خو میلیاردونه ډالر پرې لګېدلي دي. ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې به روانه جګړه ختموي او خپل سرتېري به امریکا ته راستنوي. د ټرمپ په وینا د اوباما حکومت او جو بایډن تل تېروتنې کړې دي او د خپلو تېروتنو د پټولو په لټه کې دي. ټرمپ تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د امریکا اوږده جګړه بې مانا او د امریکا لپاره له زیانونو ډکه بللې وه.
































