د نيمروز د ترانسپورټ رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د لویو باروړونکو موټرو لپاره د یوه معیاري ترمینل جوړولو چارې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره، دغه ترمينل به په ۶۲۵ جريبه دولتي ځمکه کې د يو کال په موده کې جوړ شي او د ۵۰۰ موټرو ظرفیت به ولري. د نيمروز د ترانسپورټ ریيس مولوی محمد اقبال کلیم الله ویلي، چې دغه ترمينل به نه يوازې د باروړونکو موټرو لپاره اړینې اسانتیاوې ولري، بلکې د ترانزيټ، موټر ساتنې، تم ځای، بار او تخليه، د موټر چلوونکو د استراحت ځایونو، جومات، تفریحي پارک او نورو اړينو امکاناتو لپاره معياري زيربناوې هم ولري.
































