د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي. د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند، طاهر احرار وايي، چې دغه پېښه پرون مازديګر د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د نوي کوټ سيمه کې د موټرسایکل او يوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې. نوموړی وايي، چې په دغه پېښه کې په موټرسايکل سپرو دواړو کسانو خپل له لاسه ورکړی. د یادې پېښې قربانیان د پکتیکا ولایت اوسیدونکي وو.
































