د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (٤٩٣٥٠٧) مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د همدې انتقالاتو له ډلې یوه برخه ترانزیت اوصادرات دي، په تیره میاشت کې (۹۷۱) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي. د مسوولینو په خبره هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
































