د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، چې د ګردېز – ډنډپټان سړک د جوړولو د لومړۍ برخې د جوړولو چارې پیل شوې. د پکتیا مرستیال والي انعامالله صلاحالدین ویلي، چې دا سړک ۸۶ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۷۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولګټو چارو وزارت له لوري به په دوو لینونو او د پلي لارې سره په معیاري ډول جوړ شي. نوموړي له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د سړک چارې پر وخت بشپړې کړي. د سیمې اوسېدونکي وايي، د سړک له جوړېدو سره به د تګ راتګ ستونزې حل شي.
































