د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي ویلي، چې د اسیا د فوټسال اتلولي ګتل تاریخي بریا ده او نوموړي د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د هڅونې په موخه د یو میلیون افغانیو جایزه هم اعلان کړه. د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ملي لوبډلې د ایران لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اسیا د فوټسال د اتلولۍ جام ترلاسه کړ. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله پرون سهار د اتلولۍ له جام سره کابل ته راورسېده او د حکومتي چارواکو تر څنګ یې د هېوادوالو له لوري هم تود هرکلی وشو.
































