د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د زمبابوې پر وړاندې درېیمه او وروستۍ شلاوریزې لوبه ترسره کوي. دا لوبه د افغانستان پر وخت د مازدیګر څلور بجې د زمبابوې په هراري په ښار کې پیلیږي. افغان لوبډلې له دې مخکې لومړۍ لوبه د ۲۴ منډو او دویمه د ۷ ويکټو په توپیر ګټلې ده. د کرکټ بورډ په وینا، ملي لوبډلې د وروستۍ لوبې لپاره پرون وروستي تمرینونه ترسره کړي دي.
































