د پاکستان د دولتي هوايي شرکت «PIA» کورنۍ او نړۍوالې الوتنې د انجنیرانو د اعتصاب له امله ځنډېدلې دي. د راپورونو له مخې، د دوشنبې له ماښام وروسته ټول پروازونه درېدلي او شاوخوا ۱۲ نړۍوالې الوتنې لغوه شوې دي. د الوتکو د انجنیرانو ټولنې ویلي، دوی به تر هغه وخته کار ته بېرته ستانه نه شي څو د د پاکستان د دغه دولتي هوايي شرکت د عمومي رییس چلند بدل نه شي. د دوی په خبره، له انجنیرانو غوښتنه کېده چې د خوندیتوب اصولو خلاف الوتنې تایید کړي، خو هغوی دا کار د مسافرو د ژوند له خطر سره تړلی بللی.
































