د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه تنه ژوند مړه شوي دي. د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، اسدالله جمشید وايي، چې دغه پېښه پرون سهار د میوند ولسوالۍ په توري سیمه کې د یوه فلډر او بار وړونکي ټېلر موټر د ټکر له امله شوې ده. نوموړي ویلي، چې په فلډر موټر کې د یوې ښځې او یوې ماشومې په ګډون ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی. جمشېد وایي، پېښه د موټرو د ګړندي تګ له امله رامنځته شوې ده.
































