د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دفتر ریس حسيب الله احمدي په مشرۍ یو پلاوی ایران ته ولاړ. کورنیو چارو وزارت ویلي، ټاکل شوې دغه پلاوی د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې سازمان (UNODC) له لوري په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي. ټاکل شوې په دغه ناسته کې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د ګډو هڅو په تړاو خبرې وشي.
































