د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي چې طالبانو کشفي الوتکو ته لاسرسی پیدا کړی دی. نوموړي زیاته کړې، دا الوتکې څو کېلومتره الوتنه کوي او د شپې لخوا د تصویر اخیستلو وړتیا لري. فایق دغه راز ویلي چې داعش وسلهوال او ډېر شمېر بهرني ترهګر د طالبانو ترڅنګ په دغه ولایت کې جګړه کوي. هغه ویلي، ازبکستاني وسله والو له دغو الوتکو څخه د خواجه سبزپوش او قیصار ولسوالیو په جګړه کې استفاده کړې ده. په همدې حال کې څو ورځې وړاندې په غزني کې د هند نیمې وچې لپاره د القاعده ډلې مشر هم د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د یادونې ده چې طالبانو له امریکا سره د دوحې هوکړه کې له بهرنیو ترهګرو سره د اړیکې پرې کولو ژمنه کړې ده خو دې ادعاوو ته په کتو داسې ښکاري چې طالبانو لا هم په دې برخه کې عملي ګامونه نه دي پورته کړي.
































