هېڅوک د خبریالانو د وېرولو او تهدیدولو حق نه لري. په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی په تازه خپره کړې اعلامیه کې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون هېڅوک حق نه لري چې خبریالان و وېروي او یا یې تهدید کړي. سرچینه کاږي لومړي مرستیال په وروستیو ورځو کې ویلي د هغو خبریالانو پر وړاندې جدي اقدامات ترسره کوي چې په تخار کې یې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خپاره کړي دي. نی ادارې زیاته کړې چې هېڅ فرد په افغانستان کې د خبریالانو د ګواښولو او وېرولو حق نه لري او دا کار د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې عمل دی. د نی په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې د بیان ازادي د تېرو ۲۰ کلونو مهمه لاس ته راوړنه ده او حکومت یې د ګواښلو پر ځای باید ساتنه وکړي.
































