طالبانو د افغان جګړې په اړه د یو شمېر کورنیو او بهرنیو دیني عالمانو فتواوو ته غبرګون ښودلی دی. طالبانو یاد دیني عالمان له مسائلو ناخبره ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د دوی جګړه به د بشپړ اسلامي نظام تر جوړېدو پورې دوام لري او هیڅوک حق نه لري دغه جګړه ناروا وبولي. مجاهد زیاته کړې، په کابل کې چې کومو دیني عالمانو فتوا ورکړې ده فرمایشي ده او دغه عالمان درباري دي او له بهرنیانو څخه تنخواګانې اخلي. طالبان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې مشر شیخ احمد الریسوني، بنګله دېشي او دغه راز د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو افغان جګړه ناروا بللې او زیاته کړې یې ده چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې موخه د قدرت تر لاسه کول دي.
































