د هلمند ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په لښکرګاه ښار کې د څه باندې ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. په یاد ولایت د اوبو او انرژۍ رییس ملا محمد یعقوب قایم رسنیو ته ویلي، چې د لښکرګاه ښار اړوند د قلعه بست په سیمه کې د خاري کانال د ساتنې استنادي دېوال د خوړو او کرنې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د ۴۱۱ زره ډالرو په لګښت جوړ شوی دی. نوموړي د ورته نورو پروژو د عملي کولو ژمنه وکړه او له قومي مشرانو یې وغوښتل، چې د پروژې د ساتنې په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
































