د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ژمي په رارسیدو سره د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلې کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. او چا پرون په دې خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په وروستیو زلزلو کې سلګونو کورنیو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي. دغې ادارې ټینګار کړی: (د ژمي په رارسیدو سره، هغوی د خپلو کورونو د بیارغونې او د ژمي له سړې هوا څخه د ژوندي پاتې کېدو په موخه د سرپناه موندلو لپاره بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.)
































