د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۸۹ مشکوکې پېښې د دې وزارت په لابراتوارونو کې څېړل شوې دي، چې د ۹۵ پایلې یې مثبتې وې.
د کرونا دغه مثبتې پېښې کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، پکتیا، کندوز، بغلان، لوګر، غزني، میدانوردګ، کونړ، لغمان او هلمند ولایتونو کې ثبت شوې دي. له دې مثبتو پېښو سره هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۳۲ تنو ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په دې ناروغۍ اخته ۶۷ تنو روغتیا موندلې. د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر ۳۴ زره او ۲۱۷ تنو ته ورسېد.
دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، په «کووېډ۱۹» اخته پنځو ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په هېواد کې له دې ناروغۍ د مړو شویو شمېر یو زر او ۵۲۳ تنو ته ورسېد.
































