د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي، چې هېواد یې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اختلافات د مذاکراتو له لارې حل کړي. نوموړي پرون په یوه خبري غونډه کې د هغه څه په اړه چې «له افغانستانه د ترهګرۍ ګواښ» یې وباله، اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې په دې برخه باید جدي غور وشي. اندرابي ویلي، پاکستان ژمن دی چې دوه اړخیز اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. بل لور ته، د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي سلاکار رانا ثناءالله پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د یوې حایلې سیمې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
































