د ماشومانو د ملاتړ نړیوالې ادارې (سېف د چلډرن) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د وروستي راپور پر بنسټ ویلي چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د تلفاتو لوړ شمېر اندېښمن کړي دي. راپور کاږي، د روانې جګړې له امله ملکیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې له ډلې په هرو لسو کسانو کې څلور یې ښځې او یا ماشومان دي. د راپور له مخې، افغان جګړه کې په تېرو نهو میاشتو کې ۵ زره او ۹۳۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ۲۷ سلنه یې ماشومان تشکیلوي. دغه سازمان ویلي، چې عامه او مقدس ځایونه له هر ډول برید او تېري په امان دي نو د جګړې ښکېل اړخونه دې پر ښوونځیو، کلنیکونو او نورو عامه ځایونو له بریدونو ډډه وکړي. یاد سازمان دغه راز له ښکېلو لوریو د ملکیانو، ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند ته د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.
































