په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او ټرمپ په هره کمپایني غونډه کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو سرتېرو د وتلو خبره کوي خو د هارتص په نامه یوې اسراییلي رسنۍ راپور ورکړی دی چې نوموړی له افغانسان څخه د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو لپاره هیڅ پلان نه لري. راپور کاږي، کله چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته راغی په دغه هېواد کې یې د خپلو ځواکونو شمېر له ۸۴۰۰ څخه ۱۵ زرو ته ورساوه. راپور کې راغلي، ټرمپ د خپلو ټولو سرتېرو ایستلو خبره د یو کمپایني شعار په توګه کاروي او د پنټاګون چارواکي هم په دغه هېواد کې د خپلو سرتېرو کمولو خبره کوي خو ټینګار کوي چې د سږکال تر پایه له افغانستان څخه د ټولو سرتېرو ایستلو اراده نه لري.
































