د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له ناروې څخه قطر ته تر سفر وړاندې پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي, خواشينی دی، چې یو وار بیا خپل سفر داسې مهال پيلوي چې افغانستان کې د تاوتريخوالي کموالي برخه کې پر شويو ژمنو عمل نه دی شوی.
نوموړي ويلي چې د سياسي جوړجاړي دروازه د تل لپاره پرانېستې نه ده. خلیلزاد ویلي په کار ده چې بین الافغاني خبرې ژر کامیابې او افغانستان کې جګړه ختمه ، سوله او ثبات ټینګ شي.
































