په هېواد کې د تازه نښتو او بریدونو په دوام، په خوست کې هم د ځانګړو پولیسو پر یوه قرارګاه ډلهییز برید وشو. خوست له نسبتاً امنو ولایتونو بلل کېږي، خو د تازه پيل شوي تاوتریخوالي لمن دغه ولایت ته هم ورسېده. لسو بریدګرو په یوه ځای د ځانګړو ځواکونو پر مرکز برید وکړ او نښتې نږدې لس ساعته دوام وکړ. په پایله کې یې ګڼو سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملي شورا غړي بیا دغه ډول بریدونه د سولې د پروسې د سبوتاژ هڅه بولي او ګڼو افغان چارواکو یاد برید غندلی هم دی.
پرون سهار شاوخوا شپږ بجې د خوست ښاریانو ورځ په درنه چاودنه پيل شوه. ځانمرګو بریدګرو د خوست ښار په څنډه کې د ځانګړو ځواکونو پر مرکز موټربم برید وکړ. تر هغه وروسته نور بریدګر دغه مرکز ته ننوتل او له افغان سرتېرو سره یې جګړه پيل کړه. د نښتې په جریان کې دوه نور موټربم بریدونه هم شوي دي. په لومړۍ چاودنه کې د معلوماتو له مخې، پنځه افغان سرتېري وژل شوي او تر ۲۵ پورې نور ټپیان شوي دي، خو په دوو نورو چاودنو کې تلفات نه دي اوښتي. له ځانمرګو بریدګرو سره د افغان سرتېرو په نښته کې هم تلفات اوښتي دي. په خوست کې د ځانګړو پولیسو د قطعې یو سرتېره وایي، چې چاودنې خورا درنې وې، خو د لویوالي هومره تلفات یې نه دي اړولي. د ده په خبره: ((ترهګرو درې موټربم بریدونه وکړل، خورا لوی بریدونه وو، خو تلفات یې هومره نه وو او په خپل پلان کې ناکام شوي)).
د خوست ځايي چارواکي وایي چې له لسو بریدګرو سره نښتې پوره لس ساعته دوام وکړ او د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده. د خوست د امنیې قوماندان غلام داوود تره خېل په سیمه کې تر عملیاتو وروسته خبریالانو ته ویلي چې افغان سرتېرو له بریدګرو سره کلکه مبارزه وکړه او تر لس ساعته نښتې وروسته دوی له پښو غورځول شوي دي. د ده په خبره: ((په پېښه کې د ځانګړې قطعې پنځه سرتېري وژل شوي دي او نهه ملکیان هم ټپیان دي)). تره خېل همدا راز وایي چې په پېښه کې پنځه ویشت سرتېري ټپیان شوي هم دي.
د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی، خو د خوست امنیت قوماندان یې د وسله والو طالبانو یا حقاني شبکې کار بولي. بلخوا د خوست والي صدیق پتمن بیا وایي چې وسله والو غوښتل افغان پوځ ته درانه تلفات واړوي، خو په خپله موخه کې نه دي بریالي شوي. د ده په خبره: ((دوی درې موټربمه راوستي وو، له بده مرغه یوه یې چاودنه کړې او دوه مو خنثی کړي دي)).
د خوست د عامې روغتیا ریاست وایي چې د پېښې له سیمې ۳۳ ټپیان او د دریو کسانو جسدونه ور وړل شوي دي. سرچینه وایي، چې وژل شوي افغان سرتېري دي، خو په ټپیانو کې د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي هم شته دي.
بلخوا د ملي مصالحې عالي شورا رییس په خوست کې د افغان ځواکونو پر دغه مرکز برید غندلی او هغه د سولې په لار کې د خنډ جوړولو په مانا بولي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي، د دې وخت دی چې روان تاوتریخوالي ته نور د پای ټکی کېښودل شي او له دغه ډول ظالمانه بریدونو ډډه وشي.
برید داسې مهال کېږي چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر د روان میلادي کال د ملکي تلفاتو ارقام هم خپاره کړي دي. یوناما وايي چې روان کال ۵۹۳۹ ملکي وګړو ته تلفات اوښتي چې له دې ډلې ۲۱۱۷ یې وژل شوي او ۳۸۲۲ یې ټپیان دي. یوناما هیله څرګنده کړې چې د سولې روان مذاکرات وکړی شي د ملکي تلفاتو کچه راټيټه کړي.
د سولې له خبرو سره هممهاله دغه ډول تاوتریخوالي او خونړیو بریدونو افغانانو ته اندېښنې پیدا کړې دي، چې هسې نه په افغانستان کې د جګړې یو نوی پړاو پيل شي. د مشرانو جرګې غړې ګلالۍ نور ساپۍ وايي، دغه ډول بریدونه د سولې پروسې د سبوتاژ لپاره دي او باید نړیواله ټولنه دې هر څه ته متوجه وي او دلته دې د روانې جګړې په ختمولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
































