د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د دغه هېواد د نیویارک نوي ښاروال زهران ممداني، له څو میاشتو لفظي شخړو وروسته په سپینه ماڼۍ کې سره لیدلي او د ګډ کار پر یو لړ مسایلو هوکړې ته رسېدلي دي. په راپورونو کې ویل شوي چې ټرمپ او ممداني تر دې وړاندې د کډوالۍ او اقتصادي پالیسیو په اړه سخت اختلافات لرل، خو په دې لومړۍ رسمي کتنه کې دواړو ټینګار کړی چې غواړي «نیویارک یو بریالی او پرمختللی ښار» وي. ټرمپ په دې کتنه کې څرګنده کړې چې د ممداني بریالیتوب به د ده د خوښۍ لامل شي.
































