اسوشیټيډ پرېس راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل چینايي سیال شي جینپينګ سره د سوداګرۍ، تایوان او اوکراین په اړه ټيلیفوني خبرې کړې دي. په راپور کې ویل شوي، چې دا خبرې شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغې شوې چې دواړو مشرانو د سوېلي کوریا په بوسان ښار کې مخامخ ولیدل. د راپور له مخې، شي جینپینګ ویلي چې د چین اصلي خاورې ته د تایوان بېرته ستنېدا «له جګړې وروسته د نړیوال نظم یو نه بیلېدونکې برخه» ده. سپینې ماڼۍ هم منلې چې ټرمپ له شي جینپينګ سره غږېدلی خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
































