پاکستاني ملایان وایي د تاوتریخوالي په دوام سره ځینې کړۍ هڅه کوي د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي. د پاکستان مشهور ملا طاهر اشرفي چې تر ډېره د طالبانو ملاتړی بلل کېږي وایي، په پېښور کې د تېرې ورځې چاودنې وښوده چې دلته ځینې کړۍ د سولې هڅو او پاکستان افغانستان ترمنځ د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي. د اشرفي په وینا د افغانستان د سولې مسئله حساس پړاو ته رسېدلې ده او د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري. طاهر اشرفي د پاکستان د لومړي وزیر دیني سلاکار دی، تر څنګ یې د طالبانو سخت ملاتړی هم بلل کېږي چې تل یې په افغانستان کې ددوی جګړه روا بللې وه. دا لومړی ځل دی چې د سولې په اړه هم څرګندونې کوي.
































