د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېر شوی چې له امله یې ملکي تلفات ډېر شوي دي. سرچینې په کابل کې پر یوه ښوونیز مرکز وروستی ځانمرګی برید هم غندلی دی او هغه یې له بشري قوانینو سره په ټکر کې عمل بللی دی. امنیت شورا یو ځل بیا ټینګار کړی چې په هر ځای کې، هر وخت، د هر چا له لوري تر سره شوی ترهګریز برید غندي او پر وړاندې یې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي. امنیت شورا داسې مهال په افغانستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بولي چې په دې ورځو کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د نښتو، هوايي بریدونو، موټر بم بریدونو، سړک غاړې ماینونو او نورو پېښو له امله ملکي مرګ ژوبله لوړه شوې ده.
































