د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وایي، ا.ا په هېواد کې د تولیدي فابریکو، کانونو او صادراتو په ګډون بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر کړي دي. حنفي دا څرګندونې د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو او یو شمېر ملي سوداګرو سره د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه ډاډ ورکړی چې حکومت د سوداګرو د اسانتیاوو او ملاتړ لپاره پوره پاملرنه لري او له هغوی یې وغوښتل چې د موجودو فرصتونو په کارولو سره د هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. دغه راز په دې لیدنه کې سوداګرو له حکومته غوښتنه کړې، چې د ټرانسپورټ او سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او مواصلاتي لارو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
































