د ولسي جرګې غړو د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشر او حکومت پر چوپتیا نیوکه کړې ده. د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې وویل چې ایمانویل مکرون د اسلامي عقایدو سپکاوی کړی دی او ولسمشر غني دې د افغانانو د عقایدو او مقدساتو د مدافع او استازي په توګه د هغه څرګندونې او اقدامات وغندي. دوی وایي افغان حکومت باید له فرانسې سره اړیکې ختمې کړي، ځکه افغانان هم باید د نورو اسلامي هېوادونو په کتار کې د اسلام ستر پیغمبر ته د فرانسویانو د سپکاوي په غبرګون کې ودرېږي. وکیلان وایي په دې تړاو د حکومت په تېره بیا د ولسمشر غني چوپتیا د زغملو نه ده او ښه به وي چې ژر تر ژره په دې تړاو خپل دريځ روښانه کړي، له فرانسې سره اړیکې وځنډوي او ددغه هېواد سفارت په افغانستان کې وتړي.
































