د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو این ډي پي) راپور ورکړی، چې افغانستان په وروستیو کالونو کې د راستنېدونکو پراخه څپه تجربه کوي. یاد سازمان په دې خپاره کړي راپور کې لیکلي چې له نیمايي زیاتې راستنې شوې کورنۍ د خوراک برابرولو لپاره له روغتیايي خدماتو تېرېږي. د راپور له مخې، ګڼې راستنې شوې کورنۍ اړې دي چې شاوخوا ۴۵ دقیقې پلی مزل وکړي څو پاکې اوبه ترلاسه کړي. ملګري ملتونه وايي چې یوازې ۲۳ سلنه نجونو ابتدايي پړاو ختم کړی او د هېواد په سوېل کې شاوخوا ۳۰ سلنه ماشومان پر کار بوخت دي. په راپور کې راغلي چې د زلزلو، سېلابونو او وچکالۍ له کبله کورونه، کلینیکونه او ښوونځي اغېزمن شوي او کورنۍ یې له ناامنۍ سره مخ کړې دي.
































