په نړیوالو چارو کې د ایراني ولسمشر سلاکار علي اکبر ولایتي ویلي، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او دغه راز له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ولایتي دا څرګندونې په دغه هېواد کې له افغان سفیر غفور لېوال سره په لیدنه کې کړې دي. هغه په افغانستان کې څلوېښت کلنې جګړې ته په اشارې ویلي، دوی په افغانستان کې د جګړې خلاف دي ځکه چې د مسلمانو وروڼو تر منځ هر ډول جګړه د اسلامي ارزښتونو خلاف ده او ایران، په افغانستان کې د تلپاتې سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکاریو ته ژمن دي. ولایتي دغه راز په افغانستان کې د داعش ډلې حضور ګواښوونکی بللی او د دې ډلې پر وړاندې یې پر کارنده مبارزې ټینګار کړی دی.
































