د امریکا روغتیایي چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې په تېره یوه اوونۍ کې د کرونا وبا نیم میلیون مثبتې پېښې ثبت شوې دي. سپوټنیک اژانس د نیویارک ټایمز په حواله راپور ورکړی دی چې دا د کرونا ویروس له خپرېدو تر اوسه لومړی ځل دی چې په یوه اوونۍ کې پر یادې ناروغۍ دومره ډېر کسان اخته کېږي. امریکا چې ولسمشرۍ ټاکنو ته په چمتوالې بوخته ده پکې په چټکۍ د کرونا وبا خپرېدو خلک اندېښمن کړي دي. راپور کاږي، ایالتي چارواکو د همدې ویروس مخنیوي په موخه یو شمېر بندیزونه هم لګولي دي او له خلکو یې غوښتي چې له ډېر اړین کار پرته دې ښار ته نه ځي، په هوټلونو، جلسو او شپني کلبونو کې دې له را ټولېدو ډډه وکړي. په ټوله کې په امریکا کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۸،۷۸ میلیون ته رسېدلی دی چې له ډلې یې دوه لکه ۲۶۷۰۰ کسان مړه شوي او څه کم څلور میلیونه نور بیا بېرته روغ شوي دي.
































