د نړیوالو ستراتيژيکو مطالعاتو مرکز د افغانستان د سولې په اړه یوه اوږده مقاله خپره کړې ده او په هغه کې یې ددې مسئلې بېلو اړخونو ته توجه کړې ده. سرچینه وايي امریکا د افغانستان د سولې په مسئله کې خورا بې پروايي کوي او له همدې امله په دغه هېواد کې خونړۍ جګړې روانې دي. په مقاله کې راځي امریکا د سولې له خبرو افغان حکومت منزوي کړ، په لوی لاس یې فاصلې رامنځ ته کړې او یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو لپاره د یوه چت د رامنځ ته کولو په لټه کې وه. په مقاله کې راځي چې مذاکرات د جګړې دوام دی خو په یوه بله بڼه، په داسې بڼه چې څوک امریکا په دې جګړه کې ملامته و نه بولي. په مقاله کې راځي چې نړیوال دې په افغانستان کې د جګړې د ختمولو او په دغه هېواد کې ددایمي سولې، امنیت او ثبات د راتګ لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي.
































