د ناروې د کډوالو شورا ویلي، چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پراخ ایستل، دوامداره وچکالۍ او د افغانستان په ختیځ او شمال کې وروستیو زورورو زلزلو بشري وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی. د یادې شورا په وینا، ډېری افغان کورنۍ د خپلو بنسټیزو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او دا مهال ۱۷.۴ میلیونه کسان، چې د هېواد شاوخوا ۳۶ سلنه نفوس جوړوي، د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي. د ناروې د کډوالو شورا خبرداری ورکړی چې د ژمي په نږدې کېدو سره به ستونزې نورې هم زیاتې شي او له نړۍوالې ټولنې یې د بیړنیو او پراخو مرستو غوښتنه کړې ده.
































