د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې سړک غاړې ماین چاودنې پنځه ولسي وګړي وژلي دي. د کندهار ولایت د والي ویاند جمال بارکزي ویلي چې په دې چاودنه کې د درېیو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون پنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. بارکزي زیاته کړې، دا پېښه تېره شپه سرکاریز سیمه کې پر یو زرنج باندې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د والي ویاند د پېښې پړه پر طالبانو اچولې ده خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































