د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسوي شارلي ابدو مجلې له سپکاوي ډکو کاریکاتورونو ته په اشارې ویلي، په اروپا کې د اسلام ضد افکار د سرطان دانې په څېر د خپرېدو په حال کې دي. اناتولي اژانس د اردوغان له قوله ویلي، له بده مرغه اروپا داسې مرحلې ته ننوځي چې اسلام او پیغمبر ته پکې سپکاوی د بیان ازادي بلل کېږي. نوموړي ویلي، هیڅ مسلمان ترهګر او هیڅ ترهګر مسلمان نه دی. اردوغان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، د ده په نظر لرې نه ده چې د اسلام دښمنان د خپل نفرت په اور کې وسوځي. هغه ویلي، دا د ویاړ ځای دی چې په زغرده د خپل محبوب دفاع کوي او په خبره یې، یو مسلمان هغه وخت مري چې د ورته پېښو پر وړاندې چوپ پاتې شي او پر خپل محبوب پیغمبر باندې ننګ ونه کړي.
































