د راپورونو له مخې، د فرانسې په نیس ښار کې یو تن د چړې په واسطه درې کسان وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي. دا پېښه په یوه کلیسا کې رامنځته شوې ده او ویل کېږي چې د برید یو قرباني د کلیسا خدمتګار، یو عبادت کوونکی او یوه بله ښځه ده. د فرانسې پولیسو ویلي چې د پېښې قربانیان یې روغتون ته لېږدولي دي او له درې واړو څخه سرونه غوڅ شوي دي. پولیسو دا یوه ترهګریزه پېښه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د پېښې په تړاو یې یو شکمن کس نیولی دی. پولیس وایي، دا یوه جدي ننګونه ده او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي. دا د اسلام ستر پیغمبر ته تر سپکاوي وروسته په دغه هېواد کې درېیمه پېښه ده چې رامنځته کېږي.
































