د فاریاب د ټولګټو ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د ۶۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دغه ولایت په بندر ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه پروژه د ټولګټو وزارت له لوري تصویب شوې او په لومړي پړاو کې د ۲۰ کیلومتره سړک عملي چارې پيل شوې دي. سرچینې زیاته کړې، چې یاد سړک په معیاري توګه د ۹ متره په پلنوالي جوړېږي چې ۸ متره یې قیر او یو متر یې د سړک دواړو غاړو څنډې په برکې نیسي، چې چارې به یې د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه د ۶۰۴ میلیونه افغانیو په لګښت د شاوخوا ۲ کلونو په موده کې بشپړې شي.
































