د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) راپور ورکړی، چې په بغلان کې د متشبثو ښځو ملاتړ په ځانګړې توګه د مچیو د پالنې په برخه کې د هغوی د کاروبارونو د ودې، د کاري بوختیاوو د رامنځته کېدو او د اقتصادي وضعیت د پیاوړتیا لامل شوی دی. یاد سازمان پرون چهارشنبه د مرغومي پر ۳مه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ټولنیز بدلون له لارې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا (WE-ACT) پروژې په مرسته د روزنې، تجهیزاتو او مالي مرستو په برابرېدو، د مچیو پالونکو په ګډون متشبثې مېرمنې د وړو او منځنیو کاروبارونو د پراختیا په برخه کې ځواکمنې کړې دي.
































