د روسیې د صدراعظم مرستیال الکسي اوورچوک د روسیه ۲۴ تلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې د افغانستان په قلمرو کې د رېلپټلۍ د جوړولو امکان تر ارزونې لاندې دی. هغه زیاته کړې چې دا پروژه، چې د «نړیوال جنوب» په نوم یادیږي، لوېدیځې او ختیځې لارې به سره ونښلوي. د نوموړي په خبره، روسیه د دې سترې پروژې د تخنیکي اسنادو په چمتو کولو کې ونډه لري او روسي متخصصان د ارزونې او اړوندو خبرو اترو په بهیر کې فعاله برخه اخلي.
































