د اروپايي ټولنې د پارلمان یو شمېر غړو د وېزې په برخه کې پاکستان خطرناک هېواد بللی او پر دغه هېواد یې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې. د اروپايي ټولنې د پارلمان غړې ډومینیک بیلډ ادعا کوي، چې پاکستان کې نه یوازې د اروپايي ټولنې پاسپورټونه پلورل کېږي، بلکې په خبره یې د ورانکارۍ په فعالیتونو کې لاس لرونکو کسانو ته ویزې هم ورکول کېږي. بیلډ زیاته کړې، له ۲۰۱۴ کاله تر اوسه دوی له پاکستان سره د نږدې څلور میلیارده یورو مرسته کړې، خو پایلې یې خواشینونکې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
































