د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا ۶۶ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۴۱۳۳۴ ته ورسېد. روغتیا وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا وبا۱۶۹ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ۶۶ يې مثبتې دي. دې وزارت ویلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا وبا له امله یو کس مړه شوی چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٥٣۳ ته رسېږي.
































