افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي د لغمان، غور او هلمند ولايت له واليانو سره د امنیتي وضعيت او د سولې په اړه خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړی چې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي. د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو د لغمان له والي رحمت الله يارمل سره د سولې پروسې او امنيتي وضعيت په اړه ليدلي دي او په دې ليدنه کې يې ويلي چې تاوتریخوالی د سولې پروسه له خطر سره مخ کوي او بايد سمدستي کم شي. سټیفانو پونټیکورو همداراز د غور له والي نور محمد کوهنورد سره د ياد ولايت د امنيتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې ناټو غور ولايت کې د سولې او امنيت په اړه د افغان امنيتي ځواکونو له هڅو ملاتړ کوي. د ناټو په خپرو شويو ټوېټونو کې دغه راز ليکل شوي چې د ياد سازمان ملکي استازي د هلمند له والي جنرال محمد یاسین سره د ياد ولایت امنیتي او بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړی چې ناټو په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
































