د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت دې له فرانسې سره خپلې ډیپلوماتيکې اړیکې پرې او خپل سفیر دې افغانستان ته راوغواړي. حکمتیار چې د فرانسې له لوري یې حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي دغندنې په هدف یوې ناستې ته وینا کوله وویل، حکومت دې ژر تر ژره په کابل کې د فرانسې سفارت هم وتړي او د اعتراض په ډول دې له یاد هېواد سره خپلې اړیکې پرې کړي. نوموړی وایي اسلامي نړۍ دې د ترکیې په څېر فرانسوي توکي تحریم او له یاد هېواد سره دې خپلې اړیکې پرې کړي.
































