ایران کې حکومت ضد لاریونونه اصفهان ته هم رسېدلي دي. ایراني رسنیو ویلي، چې دغه لاریونونه د ډالرو پر وړاندې د اسعارو د بې سارې راټيټيدو او اقتصادي وضعیت د خرابېدو پر ضد پیل شوي دي. د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان ویلي چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې له لاریون کوونکو سره د خبرو له لارې کړکېچ ته حل لار ولټوي. په دغه لړ کې د ایران د مرکزي بانک رییس هم استعفا ورکړې ده. اخوا په ځينو سیمو کې پولیسو پر لاریون کوونکو اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړي دي.
































