د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جورج شولتز د ټرمپ اقداماتو ته په اشارې ویلي، امریکا له ټولې نړۍ سره په ناسم سیاست مخ ته روانه ده. نوموړي زیاته کړې، دا هېواد اوس له روسیې او چین سره د دویمې سړې جګړې په درشل کې ده. شولتز ویلي، له ډېرو نږدې متحدو هېوادونو سره هم د امریکا اړیکې خرابې شوې دي او په وینا یې د امریکا اوسنۍ اداره دغه راز د ډیپلوماسي پر ځای نظامي تهدیدونه کاروي چې دا به په راتلونکي کې امریکا نوره هم ګوښې او یوازې کړي. نوموړي څرګنده کړې چې ټرمپ خپل او د امریکا باور په نړیوال سیاست کې زیانمن کړی دی او له هیڅ هېواد سره هم سالمې او پر حقیقت ولاړې اړیکې نه لري.
































